ويب ډیسک
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ امریکا غږ ته وویل چې نن یکشنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د لسمي امنیتي حوزې اړوند وزیر اکبر خان په ساحه کې یو راکټ لګېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه چې له ناڅرګند لوري توغول شوی راکټ په یاده سمیه کې پر یو خالي کور لګېدلی چې څوک پکې نه اوسېدل.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند همدرانګه وویل چې تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه راکټ له کوم لوري توغول شوی، خو ویې ویل چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې په اړه اوازې حقیقت نلري. دا دپه داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې هم د چاودنې په اړه اوازې خپرې شوې.
تر دا مهاله پر کابل ښار د ننني راکټ برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.


