دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاتم پړاو شپږیزه کې کابل بازانو خپله پنځمه بریا ثبت کړه

اتم پړاو شپږیزه کې کابل بازانو خپله پنځمه بریا ثبت کړه

ویب ډیسک

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې افلاک فیضي بست ساتونکو د ۴ منډو په توپیر کټوازي مس عینک اتلانو او په دویمه لوبه کې ایوبي کابل بازانو د رحمان الله ګربز د په زړه پورې توپوهنې پر مټ رپیډ پې هندوکش ستوري لوبډلې ته د نهه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د شپږیزه لیګ روانو لوبو کې یې خپله پنځمه بریا ترلاسه کړه.

رپیډ پې هندوکش ستوري لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه ترسره کړه، چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. یادې لوبډلې ته ذبید اکبري په ۵۲ توپونو ۸۳ ناسوځېدلې او لوبډلمشر حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو ۳۰ منډې ترسره کړې. باید ووایو چې د ایوبي کابل بازانو په ګټه قیس احمد او حسیب الله لکڼوال د ۳۲-۳۲ منډو په ورکولو سره هر یوه ۲-۲ او ولید ستانکزي بیا د ۴۰ منډو بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د هندوکش ستورو لخوا ورکړل شوي هدف پسې کابل بازانو د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په ښکلې لوبې غوره پیل واخیست، چې د لوبې ۱۴م اور کې یې هدف پوره او په ۹ ویکټو توپیر یې بریا خپله کړه.
د کابل په توپوهنه کې لوبډلمشر رحمان الله ګربز د ۴۸ توپونو په لوبولو ۱۲۱ منډې جوړې کړې او په ۴۰ توپونو یې د روانې شپږیزې لیګ چټکه سلیزه ترلاسه کړه. بلخوا د یادې لوبډلې لپاره مسعود ګربز په ۱۵ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې او ابراهیم ځدراڼ په ۲۲ توپوتو ۲۵ منډې جوړې کړې. د هندوکش په ګټه مسلم موسی د ۲۷ منډو بدل کې یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

د نننۍ سیالۍ د غوره، لوبې بدلوونکي او زیاتو شپږیزو جایزې رحمان الله ګربز ته او د لوبې د ډوولي لوبغاړي جایزه ذبید اکبري ته ورکړل شوه.
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په روان بهیر کې به سبا سهار لومړۍ لوبه د ډیوه ګروپ پامیر زلمي او امو نهنګانو او دویمه لوبه به د سنګین سپین غر پړانګانو او ساپي برادرز بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه