د افغانستان واکمن حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د استعمال اجازه ور نه کړل شي.
نوموړي دغه څرګندونې د روسیې په کوربتوب د نړیوال امنیت کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې دي. هغه ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي یو مسلکي پوځي او دفاعي نظام رامنځته کړي، چې نه یوازې د افغانستان امنیت خوندي کړي، بلکې د سیمې د ثبات او سولې لپاره هم مثبت رول ولوبوي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې، اوسني حکومت په کلکه ژمن دی چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ور نه کړي څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
هغه د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، سیمهییزې اړیکې، سوداګري او اقتصادي همکاري د دوامدار ثبات او ګډ پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري او باید هېوادونه د متقابلې همکارۍ او اقتصادي مشارکت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.


