د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له زیاتېدو سره تر اوسه ۱۷۶ زره راستنېدلو کسانو د کارموندنې په ځانګړې کمېټه کې نوملیکنه کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کار او روزګار د زمینې برابرولو په موخه ځانګړې هڅې روانې دي او اړوندې ادارې هڅه کوي چې هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د دندو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي په هېواد کې د عزت او ثبات ژوند پیل کړي.
وزارت وایي، ثبت شويو کسانو ته د ظرفیت، مسلک او تجربې له مخې د دندو د برابرولو پروسه دوام لري او د خصوصي سکټور له شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو سره هم همغږي شوې ده، ترڅو راستنېدونکي کډوال په بېلابېلو برخو کې پر کار وګومارل شي.
د چارواکو په خبره، په همدې موده کې د خصوصي سکټور په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ زرو تر ۲۰ زرو پورې نوې دندې رامنځته شوې دي، چې له امله به یې د راستنېدونکو کډوالو ترڅنګ نور افغانان هم د کار فرصتونه ترلاسه کړي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی او هڅه کېږي چې هغوی ته د کار، حرفوي زدهکړو او اقتصادي ملاتړ زمینه نوره هم پراخه شي.
په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده، چې له امله یې د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو اړتیاوې هم زیاتې شوې دي.


