د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ویلي، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې یې د ناقانونه کډوالۍ او انسان قاچاق د مخنیوي لپاره ۳۹ زره او ۷۸۶ مسافر له سفره ګرځولي دي. د ادارې چارواکي وایي، دا اقدام د قانون، استخباراتي معلوماتو او د خطر د ارزونې پر بنسټ ترسره شوی دی.
د کډوالۍ څانګې اضافي مشر نعمان صدیقي د خبریالانو یوې غونډې ته ویلي، د مسافرو له سفره ګرځول د خلکو د ژغورنې، د انسان قاچاق د مخنیوي او د پاکستان د نړیوال حیثیت د ساتنې لپاره ضروري دي.
هغه ټینګار وکړ چې د مسافرو د سفر مخنیوی په خپله خوښه نه ترسره کېږي، بلکې د سفري اسنادو، مشکوکو لارو، د منزل هېواد د شرطونو او د کډوالۍ د اصولو له ارزونې وروسته پرېکړه کېږي.
د نوموړي په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۴۶۰ پاکستانیان د ناقانونه کډوالۍ له امله د پېښو ښکار شوي، چې لږ تر لږه ۳۷۷ کسان پکې وژل شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰۹ پاکستانیانو د ناقانونه کډوالۍ پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
نعمان صدیقي وویل، د ۲۰۲۳ کال د یونان د کښتۍ له خونړۍ پېښې وروسته، چې ګڼ پاکستانیان پکې مړه شول، حکومت د سختو اقداماتو پرېکړه وکړه او اوس یې عملي کوي.
چارواکو زیاته کړه چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې د انسان قاچاق پر ضد ۲۴۲۱ مقدمې ثبت شوې او ۳۱۳۰ کسان نیول شوي دي. همداراز، د ۹۶۱ میلیونه روپیو شتمنۍ ضبط، ۸۷ میلیونه روپۍ بېرته ترلاسه او د ۲۳۹ میلیونه روپیو بانکي حسابونه کنګل شوي دي.
چارواکي وایي، ډېری هغه کسان چې له سفره ګرځول شوي، د جعلي اسنادو، درغلیو، شکمنو سفري لارو او د ناقانونه کډوالۍ له شبکو سره د اړیکو له امله مشکوک بلل شوي دي.
د خطر ارزونې څانګې د مشکوکو مسافرو د پېژندلو لپاره پنځه ځانګړي پروفایلونه جوړ کړي، چې له امله یې د سوالګرۍ په تړاو د ایستل شویو کسانو شمېر ۷۵ سلنه او د جعلي اسنادو له امله د ایستل شویو کسانو شمېر ۳۱ سلنه کم شوی دی.
راپور زیاتوي، په ۲۰۲۵ کال کې له بېلابېلو هېوادونو د پاکستانیانو د ایستلو کچه د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه راکمه شوې ده. همداراز، د اروپايي سرحدي ادارې د معلوماتو له مخې، اروپا ته د پاکستانیانو ناقانونه تګ ۶۴ سلنه کم شوی دی.
ادارې ویلي، له هغو ۳۹ زره څخه زیات کسانو سربېره چې د ادارې له لوري له سفره ګرځول شوي، ۳۴ زره او ۶۸۸ نور کسان د نورو لاملونو له کبله هم الوتنو ته نه دي پرېښودل شوي، چې پکې د الوتکو تخنیکي ستونزې، خراب موسم، د نورو ادارو غوښتنې او امنیتي مسائل شامل دي.
د اسانتیاوو لپاره په خپلو زونل دفترونو کې د سفر تر مخه د اسنادو د ارزونې مرکزونه جوړ شوي، څو خلک د ټکټ اخیستو نه وړاندې خپل اسناد وڅېړي. دغه اداره وایي، که کوم مسافر ځان ناحقه له سفره ګرځول شوی وبولي، کولای شي د سرحدي پوستې له مسؤلینو سره سمدستي اړیکه ونیسي.
همداراز د کډوالۍ د قوانینو د لا پیاوړتیا لپاره د نویو اصلاحاتو او قوانینو وړاندیز شوی او ویل شوي چې موخه یې د قانوني مسافرو اسانتیا او د انسان قاچاق مخنیوی په متوازن ډول پرمخ وړل دي.


