جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنواب ایاز جوګیزی: د بلوڅانو ازادي خپله موضوع ده، خو جګړه دې...

نواب ایاز جوګیزی: د بلوڅانو ازادي خپله موضوع ده، خو جګړه دې نورو سیمو ته ونه غځول شي

د زیارت، هرنایي، دکۍ، موسی‌خېل او کوټې خلک نور د ناامنۍ او جګړو د زغملو توان نه لري او په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکي دي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او قومي مشر نواب محمد ایاز خان جوګیزي د بلوچستان د چمن ښار په یوه ولسي غونډه کې ویلي، که بلوڅان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، دا د هغوی خپل موضوع ده، خو جګړه باید د نورو خلکو سیمو او کورونو ته ونه غځول شي.

هغه وویل، د زیارت، هرنایي، دکۍ، موسی‌خېل او کوټې خلک نور د ناامنۍ او جګړو د زغملو توان نه لري او په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکي دي.

نوموړي د بلوڅ مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د روان وضعیت حساسیت درک کړي او داسې لارې چارې غوره کړي چې عام ولس له تاوتریخوالي او ناامنۍ خوندي پاتې شي.

نواب ایاز خان جوګیزي زیاته کړه، په بلوچستان کې دوامدارې ناامنۍ د خلکو پر ورځني ژوند، سوداګرۍ او تګ راتګ ناوړه اغېزې کړې دي او د ستونزو د حل لپاره باید سیاسي او سوله‌ییزې لارې غوره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه