د افغانستان خصوصي تلويزيون «طلوعنیوز» د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.
راپور کاږي، چې دا خبرې ټاکل شوې وې تر لوی اختر مخکې په کابل کې ترسره شي، خو د پاکستان له لوري د ځینو ستونزو او چیلنجونو له امله وځنډېدې.
د راپور له مخې، د دغو غیررسمي خبرو اترو لومړی پړاو مخکې ترسره شوی و، چې د افغانستان له لوري پکې عاطف مشعل، عبیدالله بهیر، جعفر مهدوي او غنچهګل ګډون کړی و. همداراز د پاکستان له لوري آصف دراني، مشاهد حسین او حامد میر په دغو خبرو کې حاضر وو.
شنونکي باور لري چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ دا ډول غیررسمي لیدنې او خبرې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه والي او د شته اختلافاتو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.


