د هند کرکټ غورهليګ شلاوریزو سیالیو پایلوبه نن د ګجرات ټایټنز او رویل چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
ټاکل شوې دغه مهمه سیالي د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي، چې دواړه لوبډلې به د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.
ګجرات ټایټنز د شبمن ګېل په مشرۍ پایلوبې ته رسېدلې، په داسې حال کې چې رویل چلنجرز بنګلور د رجت پټیدار تر کپتانۍ لاندې د فصل له پیاوړو لوبډلو څخه ګڼل کېږي.
د کرکټ مینهوال د دواړو لوبډلو ترمنځ د سختې او زړهراښکونکې سیالۍ تمه لري، ځکه ګجرات د خپل دویم جام د ګټلو هڅه کوي او بنګلور غواړي د اتلولۍ خوب په حقیقت بدل کړي.
دغه پایلوبه به نن ماښام ترسره شي او د نړۍ میلیونونه کرکټ مینهوال به یې ننداره وکړي.


