سویلي وزیرستان لوېرو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ، هدفي وژنو، د تاوان لپاره د خلکو تښتونو او بمي چاودنو پر ضد په واڼه کې د وزیرستان قومي امن جرګه ترسره شوه.
په جرګه کې سیاسي مشرانو، قومي مشرانو، ټولنیزو فعالانو او د بېلابېلو فکرونو خلکو ګډون کړی و.
ګډونوالو د سیمې د خراب امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې د جون په ۱۰مه نېټه به د وزیرستان دویمه لویه قومي امن جرګه راوبلل شي.
جرګې له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې د خلکو د سر او مال د خونديتوب او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره دې سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
ویناوالو ټینګار وکړ چې په سویلي وزیرستان کې د تلپاتې سولې تر ټینګېدو پورې به د جرګو او مشورتي غونډو لړۍ روانه ساتي.


