شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههالنډ د افغان ښځو د پناه غوښتنې تګلاره نوره هم اسانه کړه

هالنډ د افغان ښځو د پناه غوښتنې تګلاره نوره هم اسانه کړه

د هالنډ حکومت اعلان کړی، چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېری مواردو کې د استوګنې جواز ترلاسه کړي. دا پرېکړه د پناه غوښتنې وزیر، بارت فان دن برېنک، له‌خوا وروسته له هغه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې د طالبانو له‌خوا د «اخلاقي قانون» پلي کېدو د ښځو پر ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او د هغوی د زده‌کړې او ټولنیز پرمختګ فرصتونه یې نور هم کم کړي دي.

تر دې وړاندې هم افغان ښځې هغه وخت د پناه حق ترلاسه کولای شوې، که یې د طالبانو قوانین نه شول منلی او د ځورونې له خطر سره مخ وې. خو د پناه غوښتنې وزیر وایي، د پالیسۍ پخوانۍ ژبه نور د افغانستان واقعي شرایط نه انځورول.

د رسمي شمیرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۷۶۰ افغانانو په هالنډ کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ورکړي دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۴۹۰ او په ۲۰۲۳ کال کې ۶۷۰ و.

د هالنډ د پناه غوښتنې سیاست د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له سختو نیوکو سره مخ شو، کله چې د کډوالۍ ادارې د څو افغان ښځو غوښتنلیکونه رد کړل او چارواکو وویل، چې ښځې کولای شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند ته ځان عیار کړي. خو د عامه فشارونو او قانوني مبارزو وروسته، دغه پرېکړه کې یی تغیر راوست او څلورو افغان ښځو ته د استوګنې اجازه ورکړل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه