پنجشنبه, جون 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسي شرکت «فارماسینتیز» افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

روسي شرکت «فارماسینتیز» افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

د روسیې د «فارماسینتیز» په نوم درمل جوړوونکي شرکت اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۶ کال په اوړي کې به افغانستان ته د خپلو درملو صادرات پیل کړي.

د روسیې د «فارماسینتیز» په نوم درمل جوړوونکي شرکت اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۶ کال په اوړي کې به افغانستان ته د خپلو درملو صادرات پیل کړي.

د دغه شرکت مسوولینو ویلي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره له هوکړې وروسته د درملو د لومړۍ جوپې د لېږد چمتووالی روان دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې افغان بازارونو ته ورسېږي.

د شرکت د سوداګرۍ مرستیال نیکیتا پونیا ویلي، په افغانستان کې د روسي درملو لپاره لوړه اړتیا موجوده ده او د افغانستان بازار ته ننوتل به د دوی سیمه‌ییز حضور نور هم پیاوړی کړي.

نوموړي زیاته کړې چې شرکت هڅه کوي په افغانستان کې د درملو د کیفیت، لاسرسي او روغتیايي همکاریو په برخه کې خپل رول پراخ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه