شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان ګوادر نړیوال هوايي ډګر ته د «ساؤت اېر» لومړۍ الوتنه

د بلوچستان ګوادر نړیوال هوايي ډګر ته د «ساؤت اېر» لومړۍ الوتنه

د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د ګوادر نړیوال هوايي ډګر ته د «ساؤت اېر» لومړۍ بریالۍ الوتنې هرکلی کړی او دا یې د بلوچستان د اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د ګوادر نړیوال هوايي ډګر ته د «ساؤت اېر» لومړۍ بریالۍ الوتنې هرکلی کړی او دا یې د بلوچستان د اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د بلوچستان حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د «ساؤت اېر» د الوتنو له پیل سره به ګوادر د پاکستان له ګڼو مهمو ښارونو سره ونښلول شي، چې له امله به یې د سیمې اوسېدونکو، سوداګرو او مسافرو ته د سفر اسانتیاوې زیاتې شي.

د راپور له مخې، یاد هوايي شرکت به ګوادر له تربت، پنجګور، کوټې، سکر، لاهور، اسلام‌اباد او د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو ښارونو سره وصل کړي، چې دا به د سیمې د اوږدمهاله ټرانسپورټي ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي.

میر سرفراز بګټي ویلي، چې د هوايي اړیکو پراختیا به په بلوچستان، په ځانګړي ډول ګوادر کې د ګرځندوی، سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي فعالیتونو د ودې سبب شي. هغه زیاته کړه، ګوادر د سمندري سوداګرۍ او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ لپاره په مهم ستراتیژیک مرکز بدلېږي.

د بلوچستان اعلیٰ وزیر دا هم ویلي، چې د ترانسپورټي زېربناوو پیاوړتیا او د الوتنو زیاتوالی به په سیمه کې د اقتصادي ودې ترڅنګ خلکو ته د کار نوې زمینه هم برابره کړي.

هغه د نوي ګوادر نړیوال هوايي ډګر بریالۍ ازمایښتي او عملیاتي چارې د بلوچستان د پرمختګ لپاره مثبت ګام بللی او ویلي یې دي، چې دا په سیمه کې د اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو څرګندونه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه