سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍهند : په یوه مندر کې د ګڼې ګوڼې لکبه ۳۵کسان مړه...

هند : په یوه مندر کې د ګڼې ګوڼې لکبه ۳۵کسان مړه شوي

ويب ډیسک

د هند یوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه هېواد یوه مندر کې د يوې زينه لرونکې څاه د چت ماتيدو له امله د مړو کسانو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی دی.

ویل شوي، دغه مندر چې ور لاندې يو زينه لرونکې څاه پرته ده، د فرش له ماتېدو وروسته یې ډېر خلک هماغې کوهي ته غورځېدلي دي. هندوستان عمومآ زینه لرونکي کوهیان لري، چې پر دغو زینو ورښکته کېدو سره اوبه اخیستل کېدای شي.

د ایندور سیمې یوه ځايي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دغې پېښې کې ۳۵ کسان مړه او یو بل تر اوسه ورک دی. د پېښې یوه عیني شاهد فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د مرستو ډلګۍ هڅه کوي، ورک شوی کس ومومي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه