پښتو جرنل
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر سینیټر ایمل ولي خان ویلي چې تېرې پنځه لسیزې راهیسې پښتانه قوم په پرلهپسې توګه د ترهګرۍ او ریاستي زور زیاتي ښکار ګرځېدلی دی.
هغه زياته کړه چې مونږ تل د پاکستان تر شا ودرېدلي یوو او قربانۍ مو ورکړي دي، خو نن مونږ پدې جګړه کې یواځې پرېښودل شوي یوو، ترڅو مونږ مړه کېږو.
په باجوړ کې روان ریاستي عملیاتو کې بېګناه خلک وژل کېږي، چې دا د زغملو نه دي او باید وغندل شي. دا ریاستي ترهګري نور نشي زغمل کېدای.
سینیټر ایمل ولي خان د ټولنیزې شبکې “ایکس” (X) له لارې خپل پیغام کې ویلي چې د ایین د ۲۴۵مې مادې له مخې په هر ولایت کې د پوځ عملیات یواځې د ولایتي حکومت په غوښتنه ترسره کېدای شي.
که وزیراعلی ګنډا پور او د هغه حکومت پدې عملیاتو کې شامل نه وي، نو د باجوړ ډپټي کمشنر تر اوسه ولې پر خپلې څوکۍ پاتې دی؟ آیا د ایالت د قانون وزیر، د قانون وزارت یا ایډووکېټ جنرل د سپریم کورټ نه پوښتنه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې بې اجازې عملیات پیل شوي؟ دا ټول ثبوت دی چې دا عملیات د پي ټي آی صوبايي حکومت په اشاره روان دي. “ایکشن ان ایډ آف سول آرمډ فورسز آرډیننس” نه وروسته دا د پي ټي آی دویم برید دی.
هغه وویل چې عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کوي چې په باجوړ کې روان ریاستي تشدد ژر تر ژره ودروي، د دې ذمه واره کسان وپیژندل شي او متاثره خلکو ته انصاف ورکړل شي.
مونږ د پاکستان له ولس نه غوښتنه کوو چې د پښتنو سره د یووالي اظهار وکړي او زموږ د دې احتجاجي غږ نور هم پیاوړی کړي.


