دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن حکومت ایران ته د بې کیفیته تیلو ۱۵۳ټانکره بیرته وګرځولې

افغان واکمن حکومت ایران ته د بې کیفیته تیلو ۱۵۳ټانکره بیرته وګرځولې

ویب ډیسک

د افغانستان د نیمروز ولایت د سټنډرډ ملي ادارې رسنيو ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه په ۲۵۰ ټانکره نفتو کې ۱۵۳ ټانکره بې‌ کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ورګرځول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا ټانکر له دقیقې کتنې وروسته بېرته ایران هېواد ته ور ګرځول شوي دي.

د افغانستان د نیمروز ولایت والي د تیلو له ټولو سوداګرو څخه غوښتي چې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او کیفیت لرونکي تیل وارد کړي او د ټیټ کیفیت لرونکي تیلو له واردولو څخه ډډه وکړي.

افغان مسوولینو همداراز ویلي، چې له ایران څخه هیواد ته د وارد شویو نفتي موادو د کیفیت ارزونې پروسه په بشپړ جديت سره دوام لري، او ټول هغه نفتي مواد به مسترد شي چې ښه کیفیت نلري‎.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نیمروز ولایتي اداره هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د نیمروز له لارې هیواد ته غیرقانوني یا ټیټ کیفیت لرونکي تیل وارد کړي.

د ویلو ده چې د بې‌کیفیته تېلو ۹۷ نور ټیټ ټانکر به هم ایران ته بېرته ور ولېږل شي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر سرحدونو کې د افغانستان سټڼدرډ ملي ادارې د مسوولینو له لوري د بې‌کیفیته تېلو سلګونه ټانکر بېرته ګاونډیو هېوادنو ته ورلېږل شوي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه