ویب ډیسک
اوسنۍ دولت که څه هم په ښکاره نه وايي، خو سپین رنګه بیرغ د افغانستان رسمي بیرغ ته منسوبه وي، خو بل طرف ته بیا پخواني، سیاسيان، دولتي کارمندان، عام اولس او داسی د افغانستان زیات شمېر خلک خپل درې رنګه بیرغ د افغانستان هويت یادوي.
تیره ورځ (د جولايي ۲۹مه) چې د زمري مياشتي له ۷مې نیټې سره سمون خوري، د افغانستان پخواني چارواکو او مدني فعالانو له لوري د بیرغ ملي ورځ لمانځل کېده.
پوښتنه دا ده چې آیا د افغانستان اوسنی دولت به دغه درې رنګه بیرغ رسمي وګڼی او که په یوه پاڅون به بدل شي.
د زمري ۷، د ملي بيرغ ورځ؛ د ولسمشر غني لخوا په ۱۳۹۸ کال کې ملي بيرغ ته د درناوي او د ملي هويت د ژوندي ساتلو په موخه ونومول شوه.


