ویب ډیسک
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ (د زمري شپږمه) په یوه خبري کنفرانس کې روسیې ته ورته د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي په اړه ویلي: “ځینو هېوادونو دا کار کړی دی؛
دا یوه خپلواکه مسله او پرېکړه ده، چې هېوادونه یې د خپلو ګټو او ارزښتونو په رڼا کې پرې غور کوي. مونږ یې هم درناوی کوو.”
دغه راز اسماعیل بقايي ټینګار کړی: “مونږ او افغانستان په بېلابېلو برخو کې ډېری اړیکې لرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټورو اړیکو ساتلو ته ژمن یوو. هرکله، چې یوې پایلې ته ورسیږو؛ مونږ به هم(د اسلامي امارت) د رسمیت پېژندلو اعلان وکړو.”


