پښتو جرنل
کابل – په افغانستان کې ملګري ملتونه د کابل په دارالامان سیمه کې د صوفیانو پر یوه جومات د نن ورځې مرګونی برید چې د راپورونو له مخې په کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، په کلکو ټکو غندي.
د خلیفه صاحب پر جومات د نن ورځې برید په پلازمینه او ولایتونو کې پر ملکي اهدافو د بې توپیره بریدونو په لړ کې تر ټولو وروستی برید دی او د ملګرو ملتونو لږ تر لږه دوه کارکوونکي او د هغوی کورنۍ چې د برید پر مهال په جومات کې وو، نیغ په نیغه اغیزمنې شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې مټه نوډسن وویل:” د نن ورځې برید چې د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعه او د کوچني اختر په درشل کې ترسره شو، په بشپړه توګه د انسانانو ژوند او دیني حرمت ته سپکاوی دی. په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې مسلمانان د اختر نمانځلو ته په چمتووالي بوخت دي، د دغه کرغیړن عمل د غندلو لپاره هیڅ ټکي نشته. ” هغې وویل: ” د ملکي وګړو پر وړاندې وروستي بریدونه، چې قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کوي، په افغانستان کې د یوه اندیښمن رجحان استازیتوب کوي.له نړیوالو بشردوستانه او د بشري حقونو له قوانینو دا سرغړونې باید په سملاسي ډول پای ته ورسیږي.“
په پلازمینه کابل کې دغه تازه برید، چې په دې وروستیو اونیو کې په کابل، کندوز او مزارشریف ښارونو کې پر جوماتونو او ښوونځیو د بریدونو له لړۍ وروسته ترسره کیږي، ښيي چې د مزار شریف د وروستي برید په ګډون، چې په نتیجه کې یې یو شمیر کسان ټپیان او ووژل شول، په مشخص ډول هزاره، شیعه او صوفي اقلیتونه پکې په نښه شوي دي.


