دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهالمان غواړي پنځه زره افغان کډوال آلمان ته راولي

المان غواړي پنځه زره افغان کډوال آلمان ته راولي

ويب ډیسک

آلمانۍ مجلې شپیګل رپوټ ورکړی چې د آلمان فدرالي حکومت د کورنيو چارو وزارت ظاهراً غواړي د افغان مهاجرو د منلو د طرحې د ېوې برخې په توګه په کال کې حد اکثر پنځه زره افغان مهاجر آلمان ته راولي. لا تر اوسه د دغې طرحې په اړه بحثونه جریان لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه معلومات، د دغه هیواد د پارلمان د يوې پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي. د پوښتنې اړوند ليک کې ويل شوي دي چې دغه شمیر «د عملیاتي لحاظه ترسره کیدونکی» ښکاری.

د آلمان فدرالي حکومت په خپلې ائتلافي تړون کې له دغې موضوع سره موافقت کړی دی. هدف دا دی، هغه افراد چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته له خطر سره مخ دي، لکه خبریالان يا ښوونکي، په آلمان کې منل کيږي.

دا لومړی ځل دی چې په دې هکله يو مشخص شمیر خپریږي. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې، جولیان پالکه وويل: «فقط د مدني ټولنې سازمانونو لکه «د کابل هوايي پل» له درې زور څخه د ډير کسانو ملاتړ کړی دی او په لسونو زره کسان ېې د خطر په معرض کې ښودلي دي.» هغې د دې تقاضاه وکړه «هغه افراد چې د خطر په معرض کې قرار لري د کورنۍ غړي ېې هم بايد ومنل شي.»

پالکه زیاته کړه چې د دغې پروسې په اړه د کورنيو چارو وزارت سره خبرې اترې دوام لري. ظاهراً اوس مهال پر دې باندې بحث روان دی چې کوم کسان د یوه کس چې د خطر په معرض کې قرار لري د کورنۍ د غړو په توګه وګڼل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه