ویب ډیسک
د افغانستان پلازمېنې کابل پر دارالامان سړک په یوه جومات کې چاودنه شوې او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د رویټرز خبري اژانس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي، په چاودونه کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
عینی شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چاودنه د کابل دارالامان سیمې په خلیفه خانقاه کې شوې، چې یو جومات هم په دې ځای کې شته. د دوی په وینا د پېښې ځینې ټپیان استقلال روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په تېرو دوه اوونیو کې څویم خونړی برید دی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کېږي.


