دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهصحاح سته : دحدیثو شپږکتابونه

صحاح سته : دحدیثو شپږکتابونه

لیک : ډاکټر لطیف یاد

دحدیثوپه مشهورو اسلامي کتابونوکې شپږکتابونه دصحاح سته په نامه یادیږي ا وداشپږ کتابونه داهل سنت ددیني عالمانو لخوا مهم کتابونه ګڼل کیږي .دحدیثو دغه شپږ کتابونه دادي :

۱- صحیح البخاري: دامام محمداسماعیل بخاري(۸۱۰ – ۸۷۰ زیږدیز /میلادی ) لخوا لیکل شوی دی.دی په امام بخاری سره هم مشهور دی اوصحیح البخاري دحدیثو ستر کتاب دي چې تر ًًقرآن شریف وروسته مسلمانانو ته ډیر متبرک کتاب ګڼل کیږي او دا په په بخارا کې لیکل شوی دی.بخارا داوسني ازبکستان یوه برخه ده.البته امام بخاري داسلام دسترپیغمبر داحادیثودرآټولولپاره حجاز اوعربي نړۍ ته اوږده سفرونه کړي وو.

۲- صحیح مسلم: چې لېکوال یې مسلم بن حجاج(۸۲۲- ۸۷۵ زیږدیز) دی .

۳-سنن نسایي :چې احمد بن شعیب نسایی (۸۲۹-۹۱۵ زیږدیز ) لیکلي دی. نوموړی دنسا اوسیدونکی و . نسا اوس دترکمنستان په هېواد کې دیوې سیمې نوم دی.

۴-سنن ابي داود: چې دابوداود سلیمان (۸۱۷-۸۸۸ زیږدیز ) لیکلی و. نوموړي دسیستان دسیمې اوسیدونکی و.ځینی دي دافغانستان دبست اوسیدونکی بولي

۵-سنن ترمذي : دابو عیسی محمد ترمذي (۸۲۴-۸۹۲ زیږدیز)کتاب دی چې په اصل کې دترمذ اوسیدونکي و چې ترمذ دافغانستان په ګاونډ کې په اوزبکستان کې یوښار دی.

۶- سنن ابن ماجه : چې د محمد ابن ماجه (۸۲۴-۸۸۶ زیږدیز) لخوا لیکل شوی دي .
دصحا ح سته نه پرته چې ما یې نومونه ذکر کړل دوه نور کتابونه هم دحدیثو مهم کتابونه دي چې یویې (موطا ) دی چې دامام مالک لخوا لیکل شوی دي . نوموړي دمالکي مذهب بنسټ ایښودونکی و.بل یې (مسند احمد بن حنبل) دی .

امام احمد بن حنبل د حنبلی مذهب بنسټ ایښودونکی و.ده پخپل کتاب کې داسلام دپیغمبر ۷۵ زره حدیثونه راټول کړي دي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه