دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان پلاوي له قطري چارواکې مریم المسند سره ولیدل

افغان پلاوي له قطري چارواکې مریم المسند سره ولیدل

ويب ډیسک

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څرګنده کړې؛ تېر ماښام د ا.ا.ا بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو چارسمبالو مولوي امير خان متقي او ملا خیرالله خیرخواه د قطر هېواد د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ له وزيرې مريم المسند او مل پلاوي سره وکتل.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په کتنه کې مریم المسند ويلي، چې د دې د وزارت کاري برخه د يتيمانو، ښځو او معلولينو لپاره د کورني ژوند، کار، اقتصاد او تعليمي خدماتو وړاندې کول او د خيريه بنسټونو د چارو تنظيمول دي او دوی چمتو دي، چې د افغانستان له بيوزلو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

د افغانستان پلاويد دوی د کار ساحه او مسووليت ډېر دروند وباله او نوموړې ته یې افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړه، چې د افغان ميرمنو، يتيمانو او معلولينو حالات له نږدې وویني او د قطر خيريه بنسټونو له لارې ماشومانو، ميرمنو او په نورو اړینو برخو کې خپل خدمات وړاندې کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه