ويب ډیسک
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د نوي لومړي وزیر شهباز شریف کابینې د نوي غړي په توګه لوړه وکړه. د پاکستان ولسمشر عارف علوی له ښاغلي بوټو لوړه واخیسته.
بلاول بوټو به د ښاغلي شریف په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده لري.
د یادونې ده چې بلاول بوټو د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوی دی.
د نوموړي نیکه ذوالفقار علي بوټو هم لومړی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او بیا لومړي وزیر په توګه دنده درلوده.


