د ننګرهار هوايي ډګر ترميم کيږي او ايران ته ترې الوتنې پيليږي

0
83

ويب ډیسک

د ننگرهار مقام ویلي، د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د بهرنيو چارو رئيس مولوي احمد او د ايران قونسل مجيد صادقي دولت آبادي له ملکي هوايي ډګر څخه يې د ترميم او ايران ته د الوتنو په موخه ليدنه وکړه.

د ولایت مرستيال وايي چې د ملکي هوايي ډګر ځغاستليکه د ايران په مالي مرسته درې کيلومترو پورې اوږديږي او په نړيوال معيار برابريږي.

ټاکل شوې چې ډېر ژر ياد هوايي ډګر ترميم او ترې ملکي الوتنې پيل شي.