ويب ډیسک
د افغانستان نامتؤ او خوږ ږغې سندرغاړې مېرمن کمرګلي د خپلؤ مینه والؤ سره د تل لپاره په مخه ښه وکړله!
مېرمن کمرگله په ١٣٢٦يؤنيز لمريز(ه ش)د ننگرهار په شيوه او شگي کښي زوکړې ده. کله چي کابل ته راغلله نو د کابل راډيو سره يې د سندرؤ همکاري پيل کړله او د ٣٠٠ په شاوخوا کښي سندري يې په راډيو او ټلويزيؤن کښي ثبت سوي دي. د مېرمن کمرگلي د ژوندانۀ ملگرى ښاد روان اؤستازد زاخېل ؤ چي د کابل راډيو وتلى سازگر او کمپوزر ؤ او يو زؤى يې چي ايمل خان نؤميږي او هغه هم ډېر خوږ ږغى سندرغاړى دئ.
کله چي په هیواد کښي د پردیؤ په ټؤنګ د افغانانؤ خپل منځي جنګؤنه پیل سول ځکه نو مېرمن کمرگله هم د خپلي کورنۍ سره کاناډا ته کډواله سوله او هلته یې تر خپل ښایسته هیواد لیري په کاناډا کښي په پردېسي کښي ژوند تېراوۀ، مېرمن کمرګلي پخپل خواږۀ ږغ په هغه هیواد کښي چي زښته زیات باندي ګران ؤ، نیمه پېړۍ سندري ویلي دي خؤ نن یې تر خپل ښایسته هیواد لیري په کاناډا کښي د ژوندانه پور پرې کړ. د کورنۍ هر غړي ته یې د زړۀ ډاډ غواړم، ستر ستر جنتؤنه دې په برخه وي او یاد دې همېشنی وي


