دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران وايي ،افغانستان باید ایران ته ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه...

ايران وايي ،افغانستان باید ایران ته ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکړي

ویب ډیسک

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپلو وروستیو څرګندونو کې د هلمند سیند په اوبو کې د خپل هېواد پر ونډې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ت.البان باید ایران ته ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکړي.

احمد وحیدي زیاته کړې چې د اوبو مسله د حکومت له جدي لومړیتوبونو څخه ده او په ځانګړې توګه د حکومت په اجنډا کې ځای لري.

هغه همداراز له ت.البان غوښتي چې د سیستان او بلوچستان سیمې په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي او دې ته یې اشاره کړې چې د ایران حکومت دغو سیمو ته د اوبو رسولو لپاره اقدامات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چېد ایران د انرژۍ وزیر تېره ورځ ویلي ؤ چې د هلمند په اوبو کې له خپل حقه لږ هم نه تېرېږو.

#Afghanistan #Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه