ويب ډیسک
په داسې حال کې چې ایلان ماسک مخکې ویلي، ټویټر په مناسبه لار روان دی خو اوس هغه تایید کړې چې د دغه شرکت د پیسو بهیر تر اوسه نه دی مثبت شوی. د دې موضوع لامل د تبلیغاتو له لارې د عوایدو ۵۰ سلنه کموالی او د دغه شرکت درانه پورونه بلل کېږي.
له ټویټر څخه د تبلیغاتو پېرل په ۸۹ سلنه کموالي سره کابو ۶.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. له بلې خوا ټویټر باید هر کال کابو ۵.۱ میلیارد ډالر پورونه ورکړي. له همدې امله یاد شرکت په ښه وضعیت کې نه دی.


