خوړو نړیوال سازمان وايي، شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

0
85

ويب ډیسک

د خوړو نړیوال سازمان وايي، شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، چې شپږ میلیونه یې د قحطۍ په څنډه کې دي.

دغه سازمان ویلي دي چې افغانستان کې د عایداتي فرصتونو په کمېدو او د خلکو د ستونزو په ژورېدو سره د سمدستي او دوامداره مرستو غوښتنه کوي.

د خوړو نړیوال سازمان همداراز خبرداری ورکړی که په راتلونکو ورځو کې ورته مرستې ونه رسېږي افغانستان کې به ۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ شي.

دغه سازمان له دې وړاندې ویلي ؤ چې افغانستان کې د بېړنیو او ژوند ژغورونکو مرستو لپاره ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.