ويب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله هغه خبرې چې یا به عمران خان وي او یا به موږ، ټکان ورکوونکي دي.
هغه د پاکستان له صدراعظم او قانون پوهانو وغوښتل چې دغه څرګندونې دې رد کړي.
خلیلزاد دا هم ویلي، چې دا ډول فکر د پاکستان د بې کفایتۍ لوی لامل دی او که دا وضعیت بدل نه شي، پاکستان به په ناورین واوړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې زلمي خلیلزاد ویلي ؤ، پاکستان له ګڼو ناورینونو سره مخ دی او د عمران خان نیول د دغه هېواد کړکېچ لاپسې ژوروي.
خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې دغه هېواد د هیچا خپل سرو مشورو ته اړتیا نه لري.


