ويب ډیسک
د افغانستان د کرېکټ مشهور لوبغاړی او اوسنی لوبډلمشر راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
راشدخان ۲۰۱۸م کال کې هم په لومړي مقام راغلی و، وروسته دا ځای نورو بالرانو ونیو خو دی له پاکستان سره له ښو لوبو وروسته بېرته لومړی شوی دی.
د نوموړي تر څنګ بل افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي په لومړي ځل د نړۍ په درېیو مخکښو بالرانو کې راغلی او درېیم مقام یې خپل کړی دی.
دی د افغانستان چټک نوی توپ اچونکی دی.
په دې درجه بندۍ کې دا ځل د سر په لسو لوبغاړو کې کوم پاکستانی توپ اچونکی ‘بالر’ نشته خو درېیم مقام شری لنکایي “هسرنګه” ګټلی دی.
د افغانستان بل ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان هم په اتم مقام راغلی دی.


