د علي وزیر په قضیه کې د ګواه د نه حاضرېدو له امله د نه خوړو هړتال خبرداری

0
66

د پښتون سیاستوال او د سویلي وزیرستان د پخواني قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر په یوه قضیه کې یو ګواه پرله‌پسې محکمې ته نه دی حاضر شوی.

د راپور له مخې، علي وزیر ویلي، که د قضیې د اورېدنې ځنډ دوام وکړي، د اعتراض په توګه به د نه خوړو هړتال پیل کړي.

د راپور له مخې، محکمې هم د ګواه پرله‌پسې نه حاضرېدل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، که په راتلونکې اورېدنه کې هم حاضر نه شي، پرېکړه به د موجودو اسنادو او شواهدو پر بنسټ کېږي.

علي وزیر اوس مهال د سند ایالت په دادو زندان کې بندي دی.