افغانستان بانک او د افغان پور تضمین بنسټ ترمنځ د مالي همکارۍ هوکړه وشوه

0
83

د افغانستان بانک او د افغان پور تضمین بنسټ (ACGF) ترمنځ په افغانستان کې د مالي سکټور د پیاوړتیا، اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا او کوچنیو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو ته د مالي سرچینو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوې ده.

د افغانستان واکمني ادارې د خپرونې بنسټ د «الاماره اردو» د راپور له مخې، دغه هوکړه په کابل کې د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې د یوې غونډې پر مهال لاسلیک شوه. د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد او د افغان پور تضمین بنسټ استازو هوکړه لاسلیک کړه.

په دې غونډه کې د افغان پور تضمین بنسټ د امانت‌دارانو د پلاوي مشر راجر توماس پیلټر هم ګډون کړی و او د دواړو ادارو ترمنځ یې د همکارۍ پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان بانک مرستیال صدیق‌الله خالد ویلي، د دې همکارۍ له لارې به خلکو ته د اسلامي مالي خدمتونو د بېلابېلو بڼو د وړاندې کولو ترڅنګ، کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو ته د مالي سرچینو د ترلاسه کولو زمینه هم پراخه شي.

د نوموړي په وینا، د همکارۍ په لومړي پړاو کې به بانکونو او مالي ادارو ته تخنیکي او مسلکي مرستې ورکول کېږي. په همدې پړاو کې به د افغان پور تضمین بنسټ پنځو بانکونو او یوې کوچنۍ مالي ادارې ته شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالره وړیا مرسته ورکړي، چې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ لپاره به وکارول شي.

نوموړي ویلي، په راتلونکو پړاوونو کې به هغه ټول بانکونه او مالي ادارې هم له دې پروګرام څخه ګټه واخلي چې ټاکل شوي شرایط پوره کړي.

د افغانستان بانک د مرستیال په خبره، له بهر څخه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو لپاره د کوچنیو کاروبارونو د پیل او مالي اسانتیاوو د برابرولو موضوع ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه زیاته کړې چې په وروستیو کې د افغانستان په بانکي او مالي سکټور کې د پام وړ پرمختګ شوی او افغانستان بانک هڅه کوي خلکو ته د مالي خدمتونو او فرصتونو د برابرولو ترڅنګ، اقتصادي فعالیتونه پراخ او د کار نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د هوکړې له مخې، د دواړو ادارو ګډه همکاري به د مالي سکټور له پیاوړتیا، کوچنیو، منځنیو او لویو سوداګریزو بنسټونو ته د مالي سرچینو د لاسرسي له ښه کولو، د اسلامي مالي خدمتونو له پراختیا او د مالي ادارو د مسلکي وړتیا له لوړولو سره تړاو ولري.

په دې هوکړه کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو، روزنیزو پروګرامونو او د ادارو د وړتیا لوړولو لپاره د اقداماتو یادونه هم شوې ده. همدارنګه د مالي سکټور په برخه کې پر روڼتیا، حساب ورکونې او اغېزمن مدیریت، او د اسلامي مالي محصولاتو پر بنسټ د تضمیني میکانیزمونو د پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

افغان د پور تضمین بنسټ (ACGF) یو نړیوال پرمختیايي بنسټ دی چې په افغانستان کې د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي د ښه کولو په برخه کې فعالیت کوي. دغه بنسټ بانکونو او مالي ادارو ته د پور تضمین، تخنیکي مرستې او د وړتیا لوړولو پروګرامونه برابروي.

د یادې همکارۍ موخه د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کاروباري فعالیتونو پر وړاندې د مالي خنډونو کمول، د کار فرصتونو رامنځته کول او په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ بلل شوی دی. همدارنګه کوچنیو کاروبارونو او بېرته راستنېدونکو کسانو ته د مالي اسانتیاوو برابرول د دې پروګرام له مهمو برخو څخه دي.

د افغانستان بانک او افغان پور تضمین بنسټ ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تمه ده چې د مالي خدمتونو د لاسرسي زمینه پراخه او په ځانګړي ډول کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ته د مالي سرچینو د ترلاسه کولو فرصتونه زیات شي.