د پاکستان حکومت د افغانستان د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې په اړه د افغانستان د واکمن حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې پکې پاکستاني امنیتي او استخباراتي ادارې د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورنې شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوه حقیقتڅېړونکي بیان کې ویلي، د پاکستان د لاس لرلو په اړه هېڅ کره شواهد نه دي وړاندې شوي او دغه ادعاوې یې بې بنسټه بللې دي.
دا غبرګون د افغانستان د واکمن حکومت د دفاع وزارت له هغې اعلامیې وروسته خپور شوی چې پکې ویل شوي، د داعش اړوند ځینې ډلې او نور وسلهوال د پاکستاني ملیشو په ملاتړ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ته داخل شوي دي.
د افغانستان د واکمن حکومت په وینا، امنیتي ځواکونو یې ۲۸ تنه وژلي، ۳۲ نور یې ژوندي نیولي او پاتې کسان بېرته د کرښې هغې غاړې ته تښتېدلي دي.
پاکستان د دغو ادعاوو د ملاتړ لپاره خپره شوې ویډیو هم ناسمه بللې او ویلي یې دي چې په ویډیو کې یوازې څو بېوسلې کسان ښکاري او د پېښې په اړه د پاکستان د لاس لرلو کومه کره نښه نه وړاندې کوي.
د پاکستان په بیان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ځینو راپورونو ته هم اشاره شوې او ادعا شوې چې په افغانستان کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونه لا هم دوام لري.
پاکستان له افغانستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د باور وړ او د تایید وړ اقدامات وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان یا د بل کوم هېواد پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
پاکستاني وزارت همداراز ویلي چې د افغانستان د واکمن حکومت دغه څرګندونې ښايي د کورنیو ستونزو د مسؤولیت له اړولو او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د وضعیت له موضوع څخه د پام اړولو هڅه وي.


