دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍسروې: د جوبايډن د ملاتړ کچه راټيټه شوې

سروې: د جوبايډن د ملاتړ کچه راټيټه شوې

ويب ډیسک

د امریکا اې بي سي او واشينګټن پوسټ ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه د نظرپوښتنو نتيجه خپره کړه، چې له مخې يې د دغه هېواد د اوسني ولسمشر جوبايډن د ملاتړ کچه، چې د ۲۰۲۱م کال په اپريل کې ٪۵۲ ښودل شوې وه، اوس ٪۴۱ ته راټيټه شوې او له هغه سره د امريکايانو د نارضايت کچه ٪۵۵ ته لوړه شوې ده.

نظرپوښتنې دا هم ښيي، چې ٪۵۸ امريکايان د اقتصادي ستونزو د هوارې په برخه کې د جوبايډن کارونه ښه نه بولي او ٪۵۰ امريکايان د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د نوموړي له کارونوڅخه ناراضا دي. په دغو نظرپوښتنو کې له ٪۵۰ څخه تر ٪۴۰ پورې امریکايانو هيله ښودلې، چې جمهوريت غوښتونکی ګوند د پارلمان راتلونکې ټاکنې وګټي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه