ويب ډيسک
په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مشر شيو وي لي وايي، د نړيوالو مرستو له کمېدو او د امريکا د مرستو د احتمالي ځنډېدو وروسته، اداره يوازې نيمايي هغو افغانانو ته خوراکي توکي برابرولی شي چې مرستو ته په تمه دي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړېوال سازمان مشر شاو وی لی رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ډیری خلک اوس مهال په «ډوډۍ او چای» ژوند کوي.
له هغه راهیسې چې د افغانستان نوی حکومت په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، دغه هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. د دغه هېواد بانکي سیستم تر نړیوالو بندیزونو لاندې دی، په داسې حال کې چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې هم ځنډول شوې دي.


