لیکنه : عبدالله تکل
مونږ په تاريخ کې د تاریاکو جګړه لوستې وه خو لکه چې راتلونکې جګړه د اپليکېشنونو او سټارټ اپونو جګړې شي.
دیپسیک؛ هغه هیولا چې امریکا ته یې یو ټریلیون ډالر زیان واړاوه!
نن د امریکا د ونډو بازارونه د تاریخ تر ټولو ستر ښکتهوالي شاهد وو. یوازې په یوه ورځ نږدې یو ټریلیون ډالر، چې زر میلیارد ډالر کېږي، د ونډو د بازار ارزښت له لاسه ورکړ. دا لوی سقوط د یوې چینایي هوش مصنوعي سټارټاپ په نوم دیپسیک (DeepSeek) د پرمختللې ټکنالوژۍ د معرفي کولو له امله رامنځته شو. دیپسیک چې په چین کې د هانګژو په ښار کې موقعیت لري، د هوش مصنوعي نوی ماډل R1 وړاندې کړ چې په ډېر چټکۍ سره یې د نړۍ پام ځان ته راواړاوه.
دیپسیک څه شی دی او ولې مهم دی؟
دیپسیک په ۲۰۲۳ کال کې تاسیس شو او د دې لپاره مشهور شو چې د لوړې کیفیت هوش مصنوعي خدمات په کم لګښت وړاندې کوي. د دې شرکت نوی ماډل R1 د ارزانه او لږ پرمختللو چپسونو په کارولو سره جوړ شوی دی. دا بریا په داسې حال کې ترلاسه شوې چې امریکا په چین د پرمختللو چپسونو د صادرولو سخت بندیزونه لګولي وو. سره له دې، دیپسیک وکولای شول دغه محدودیتونه شاته پرېږدي او داسې ماډل جوړ کړي چې د فعالیت له پلوه د پرمختللو هوش مصنوعي ماډلونو لکه ChatGPT سره سیالي کوي.
دا نوی ماډل په iOS اپلیکیشن پلورنځي کې ډېر ژر لومړي مقام ته ورسېد او حتی ChatGPT چې د OpenAI محصول دی، تر شا پرېښود. دا بریا د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو لکه انویدیا (Nvidia) او متا لپاره یوه جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د دیپسیک اغېز پر ونډو بازار
د دې خبر له خپرېدو وروسته د امریکا د ونډو بازار سخت ښکته شو. په ځانګړې توګه، د انویدیا شرکت ونډې چې د هوش مصنوعي لپاره د چپسونو له لویو تامینوونکو څخه دی، د ۱۳ سلنې څخه زیاته کمه شوې. دا کمښت د انویدیا د بازار د ارزښت له ۴۶۵ میلیارد ډالرو زیان سره مل و، چې دا د امریکا د ونډو بازار په تاریخ کې تر ټولو لویه یو ورځنۍ کموالی ګڼل کېږي.
دا سقوط پانګوالو ته د ټکنالوژۍ په صنعت کې د امریکا د راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه پیدا کړه. دوی وېره لري چې د چین په هوش مصنوعي کې ګړندۍ پرمختګ د امریکا ټکنالوژیکي برتري ګواښي او د امریکایي شرکتونو لپاره سختې ننګونې رامنځته کوي.
جیو-اقتصادي پایلې
د دیپسیک ظهور پراخې جیو-اقتصادي پایلې لري. دا پرمختګ د دې څرګندونه کوي چې چین د امریکا سره په هوش مصنوعي کې د سیالۍ وړتیا لري. دا موضوع کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټکنالوژیکي ځواک توازن بدل کړي. د هوش مصنوعي په برخه کې سیالي نه یوازې پر اقتصاد بلکې د امریکا او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو هم اغېز کوي.
سربېره پر دې، دا پرمختګ کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي کړکېچونه زیات کړي، ځکه چې امریکا، په ځانګړې توګه د ټرمپ د واکمنۍ وروسته، هڅه کوي د سختو بندیزونو له لارې د چین ټکنالوژیکي پرمختګ ورو کړي. خو د دیپسیک بریا وښوده چې دا محدودیتونه تل اغېزناک نه دي او چین کولای شي بدیلې لارې ومومي.
دا پېښه ښيي چې هوش مصنوعي په چټکۍ سره د نړیوال اقتصاد یوه کلیدي برخه ګرځي. اوس اړتیا ده چې امریکا د نړیوالې سیالۍ د دوام لپاره ډېرې هڅې وکړي. په څېړنه او پرمختګ کې پانګونه، د کورنیو شرکتونو ملاتړ، او د هوښیار تجارتي پالیسۍ جوړول کولای شي امریکا سره مرسته وکړي چې له ننګونو لکه دیپسیک سره مقابله وکړي.
په پای کې، دا پېښه د ټکنالوژۍ ستراتیژیک اهمیت څرګندوي او دا چې څنګه د یوه سټارټاپ پرمختګ کولای شي په نړیوال اقتصاد اغېز وکړي. دیپسیک نه یوازې د امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره یو ګواښ دی، بلکې د ټکنالوژۍ په نړیوال نظم کې د بدلون نښه هم ګڼل کېږي.
متن له دري ژباړل شوی خو د هغه کس نوم راڅخه ورک شو چې اوس یې دلته نوم وليکم.


