دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان په راتلونکو څلورو کلونو کې 100 ارب ډالرو بهرنۍ مالي مرستې...

پاکستان په راتلونکو څلورو کلونو کې 100 ارب ډالرو بهرنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري.

ويب ډيسک

د بهرنۍ زرِمبادله په ذخیرو کې له بهترۍ سره سره د پاکستان مالي حالت خراب دی او د خزانې په اړه د قومي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ ویلي، هیواد په راتلونکو څلورو کلونو کې 100 ارب ډالرو بهرنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري.

 

د پاکستاني مطبوعاتو د رپوټونو له مخې له دې پرته هم پاکستان په راتلونکو درو کلونو کې د خپلو روانو اقتصادي ستونځو د حل کولو لپاره نورو 12 ارب ډالرو ته اړتیا لري.

 

پاکستان تمه لري چې د پیسو له نړیوالې ادارې ای ایم ایف څخه به د پور د پروګرام له مخې اووه ارب ډالر تر لاسه کړي او نورې پینځه اربه ډالره به د تجارتي بېنکونو او نورو مختلفو مالياتي ادارو له خوا ورکړل شي.

 

خو له دې سره سره بیا هم پاکستان په راتلونکو څو کلونو کې د چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو په ګډون له مهم اتحادي ملکونو هم اضافي پورونو ته اړتیا ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه