دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خان شهيد مبارزه

د خان شهيد مبارزه

ليک :واحد پښتونيار


خان شهيد اودول سمد خان اڅکزى د جنوبى پښتونخوا د ګلستان تحصيل په عنايت الله کاريز کې د نور محمد خان اڅکزى په کور کې په جولائى ۱۹۰۷ کې وزږیده د خان شهيد يو ورور او دوي خوندي وې.

ورور ئي اودولسلام خان نوميده چې تر ټولو مشر و‌. خانشهيد د سياست شروع د اتم جماعت څخه وکړه چې د فرنګې باچاي وو خان شهيد د فرنګې په ضد سياست پيل کړه لومړى احتجاج ئي چې کړلو  د خان شهيد عمر ۱۳ کاله و او چې عملي سياست ئي پيل کړو نو عمر ئي ۲۲ کاله و.

لومړى ګوند ئي ۱۹۳۸ کې جوړ کوو ورسره ئي د استقلال په نوم ورځپاڼه هم راويسته چې په اردو او پښتو کې خپرې ده .

په محکوم سيویلي پښتونخوا کې د تکليفونو مصيبتونو سره  انجمن وطن او استقلال ورځپاڼې د دوم نړيوالى جګړه حمايت نه دى کړه د ۱۹۳۹ څخه نيولي بيا تر ۱۹۴۵ پورى ښه په کلک سره د دى جګړه مخالفت کوو او اولس به ئي په دي خبرو پوه کولو چې دا جګړه د سامراجونو د مفادات د خوندي کولو جګړه ده.

خان شهيد په کلکه سره د فرنګې په ضد و او فرنګې ته بې وويل چې دوي دې  ووځي او هندوستان ته دې ازادي ورکړي .

د سويلي پښتونخوا او د هند د تقسيم په مخالفت کې ئي خان شهيد ونيولو او نور ملګري ئي د سرکار  لخوا تنګول شروع کړو چې ۱۹۵۰ کې ئي په استقلال ورځپاڼه باندي بنديږ ولګوي.

او نور ملګري ئي د سرکار د تنګولو څخه تنګ رالو محمد ايوب خان اعظم جان ملک اختر محمد کاسى او ورسره نور ملګري ئي د سويلي پښتونخوا څخه د قندهار په لور ته لاړ .

خانشهيد بيا د ۶ کاله باد د زندان څخه راووته  چې سم دستي ئي د ورور پښتون بڼسټ کښيښو دى چې بيرته ئي ملګرو په ورور پښتون کې فعالت شروع کړي په ۱۹۵۷ کې ئي نيشنل عوامى پارټۍ جوړه کړه چې د پاکستان د هري سمې خلک کې شامل  او د هرې سمې  خپل مشران وو.
۱ بنګال څخه عوامي ليګ وو چې مشر ئي اودولمجيد بهاشانى و.
۲ دپنجاب څخه ازاد پاکستان پارټۍ وو چې مشر ئي مياڼ افتخارالرين و.
۳ سنده څخه سنده هارى پارټۍ وو چې مشر حيدر بخش جتوي و.

۴مشرقى محکومى پښتونخوا څخه خدائى خدمتګار وو چې مشر ئي حضرت باچا خان بابا و.

۵ د جنوبى محکومى پښتونخوا څخه ورور پښتون وو چې مشر ئي حضرت سمد خان بابا و.

۶ د بلوچستان څخه استمان ګل وو چې مشر ئي ګلخان نصير و.

چې نوې تګلاره ئي جوړه کړه چې ون يونټ به د ژبو او د کلتور پر بنسټ  ختم کوو چې په پاکستان کې د پښتنو د بلوڅو د سندهيانو د بنګاليانو او د پنجابيونو به خودمختاره صوبې وي.

چې د نيشنل عوامي پارټۍ دوترونه د پاکستان په بېلابېلو  سيمو کښې جوړ سول نيشنل عوامي پارټۍ باکستان کې د ننه داسي کار روان کړي  پاکستان د فوځ په حواله  نه کړي خو اخر کار ۱۹۵۸ کې ئي پاکستاني پوځ په لاس کې واخستي چې ايوبې مارشلاء ولګيده  د نورو سياسي مشرانو سره ئي خان شهيد هم ونيولو چې ۱۴ کاله ئي په زندان کې تير کړو .

خو په دا وخت کې خان شهيد يواځنی سياسي قيدي پاته سو د سزا ختمولو پس خان شهيد په ۷م مئ ۱۹۶۸ کې زندان څخه راوتې چې په هغه ورځ په کوټه کې په سونو پښتانه بلوڅان ئي درناوي ته راغلي وو چې خان شهيد په هغه ورځ په ايوب سرکار باندي کلکې نوکې وکړه چې دا سر زور او بدمعاش سرکار نه منو او نه ئي برداشت کوو د زندان څخه د راوتلو لس ورځي هم نه ويي سوي او نه ئي کور او بچيان ليدلي وو .

چې په ۱۷ مئ ۱۹۶۸ ونيولو او تر هغو په زندان کې و چې ايوب خان لري سو بيا راخلاس سو چې اخرى قيدى وو د خانشهيد د راخلاسو سره د ايوب سرکار سره کښې ناستو چې ون يونټ دى مات کړي او زړه صوبي دي بحاله کړي .

پنجاب سنده بنګال شمالى پښتونخوا پاته بلوچستان سو چې پارټۍ دى د منشور په رڼا کې فکر پوکړه بلوچستان پښتون او د شمالى پښتونخوا سره شريک کړي او د بلوڅو دى خپله صوبه بلوچستان ورکړي خو پارټۍ او پښتنو مشرانو دا خبره ورسره بدرګه نه کړه خو د هغه سره سم دستي د پارټۍ مشرانو او خان شهيد په منځ کې خلا پيدا سوه ۱۹۷۰ کې جنرل يحيا ون يونټ ماته کړو.

د سويلي محکوم پښتونخوا پښتون نيشنل عوامي پارټۍ مشرانو په سلا مشوره د پښتانه د بلوڅو سره په بلوچستان کې وتړل خان شهيد ته د څلويښتو کالو د دښمن د مسلسل تکليفونو دردنو مشکلاتو او زندانانو دومره تکليف ورنکړه لکه نږدې ملګرو بې ځاي غلطي د قومي لښکر څخه د جلاکيدو ته مجبور کړي.

په ۱۹۷۰ کې د نيشنل عوامي پارټۍ پښتونخوا په نوم بل پارټۍ جوړه کړه خو خان شهيد هغه ته رنګه د ئي همت او حوصله ئي لوړه وه.

او خپل کار ئي ښه په مړانه سره پيل کړي خو زړو ملګرو او دشمنانو ټول سره پر يوه ځاى شول او له دې  سره د نه  ستړیدونکی  مبارز پسې يي  ښکنځل پروپيګنډي او هتګنډي ئي شروع کړې.

۱۹۳۰ کې د ګلستان د سمې  څخه راپورته سوه د آزادۍ ځلانده ستورى د ۳۳ کاله د زندان بند د فرنګې و پاکستان رجعت پسند حکمرانو زياتي جبر ظلم مشکلاوتو نه ستړکيدونکې نه خرڅيدونکې او نه پرشا‌تلونکې مبارز اخر کار په خپلو پاکو وينو سپیڅلې خاوره  ولمبوله  او د سر  قرباني ورکړله او  د قام د سيالي د يوالي او د آزادي  په لاره کې قربان کړلو.

مړ يې مه بولي ژوندي دى خان شهيد په تاريخ کې ننګيالي دى خان شهيد
شهادت ۲ دسمبر ۱۹۸۳.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه