دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بښنې نړیوال سازمان وايي :افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند...

د بښنې نړیوال سازمان وايي :افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبان له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی

ويب ډیسک

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن (د جولای په ۲۷مه) خپور شو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ته کتنه پکې شوې په افغانستان کې د ښځو د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. د دې راپور سرلیک دی تدریجي مړینه.

ایمنسټي انټرنشنل په دې راپور کې ویلي په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبان له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی. په راپور کې راغلي چې طالبان د زیندۍ کولو تر کچې د ښځو د ځپلو په وسیله د افغان ښځو او نجونو ژوند تباه کوي.

په راپور کې راغلي طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د زده کړې، کار او آزاد تګ راتګ حق تر پښو لاندې کړی، د کورني تاوتریخوالي د قرباني مېرمنو د ملاتړ او خوندیتوب سیسټم یې له منځه وړی، ښځو او نجونو ته یې، له تبعیضي قوانینو د کوچنیو سرغړونو په خاطر سزاوې ورکړي او په افغانستان کې یې د ماشومو نجونو د جبري او له وخته مخکې ودونو د شمېر له زیاتېدو سره مرسته کړې.

راپور زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه ورځ په ورځ نور هم زیاتېږي. ایمنسټي انټرنیشنل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو حقوق خوندي کړي او درناوی ورته وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه