ويب ډیسک
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد د ختيځ او جنوب په ۱۹ ولایتونو کې د درنو ورښتونو او احنمالي سېلابونو اټکل کړی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې نن او سبا چارشنبې به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان- وردګو، غزني، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، غور، دایکنډي او پلازمېنه کابل کې درانه ورښتونه وشي چې په ځینو سیمو کې به یې کچه تر ۵۰ م م پورې وي.
دا اداره اټکل کوي چې ښايي په ځینو ولایتونو کې دا ورښتونه د سېلابونو د راوتلو باعث شي.


