ويب ډیسک
تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرانس کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي وینا په مهال وویل په افغانستان کې د تېر کال د اګسټ د پنځلسمې سیاسي بدلون او د نوي حکومت له تشکیل وروسته یوولس میاشتې تېرېږي.
په دې لنډه موده کې زموږ حکومت ډېرې ارزښتناکې لاستهراوړنې لرلي دي. نوی حکومت وتوانېده چې په ډېره لنډه موده کې امنیت ټينګ کړي، امنيتي ادارې فعاله کړي، د حکومت اساسي ادارې او کارکوونکي حفظ کړي، ولس ته اساسي خدمتونه روان وساتي، ملي بودیجه له کلونو وروسته په لومړي ځل له خپلو ملي عوايدو تأمين کړي، د اداري فساد کچه صفر ته راښکته کړي او په نظام کې هدفمند همه شموليت باوري کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړه چې مشرتابه خپلو ټولو سیاسي او پوځي مخالفینو ته د عمومې بښنې په کولو د افغانستان د سياسي تحولاتو په تاريخ کې د زغم او يو بل منلو د فرهنګ بنسټ کېښود او د څلورو لسیزو د غچ اخیستنې بدمرغه دود پای ته ورسېد. نه یوازې عمومي بښنه وشوه، بلکې د نظام په منځنیو کچو او ان دوزارتونو تر معینیتونو او مهمو ریاستونو پورې د پخواني نظام کارکوونکي کار کوي.
موږ هېڅوک د سیاسي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه کړی نه دی. او دا ډول چلن د افغانستان د سیاسي تحولاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ترسره کېږي.
د هيواد امنيتي بنسټونه مو ورغول، تر سل زرو زیات ځوانان مو د ملي اردو او تر یو سل او اتیا زرو پورې مو د ملي پولیسو لیکو ته جذب کړل. اوسنی ډاډمن امنیت د دغو متعهدو او متخصصو امنیتي مسؤولینو او ځواکونو د هڅو پایله ده.
او د دې په خاطر چي زموږ په امنیتي لیکو کي داسي څوک ځای پیدا نه کړي چي زموږ داخلي او ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو امنیت ته ضرر ورسوي، موږ د خپلو ټولو امنیتي کسانو د بای میتریک سلسله هم شروع کړې چي کافي پرمختګ پکي شوی دی.
هغه زياته کړه اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو او منسوبینو د بېرته راګرځېدو لپاره د ریاست الوزرا د سیاسي کمیسون
جوړه کړه چې لکبله د تېر نظام ګڼ شمېر کسان هېواد ته راستنه شول چې اکثریت غړي يې وزیران دي. د دغه ابتکار له برکته په لنډه موده کې د تیري ادارې ګڼ شمیر لوړپوړي او ټیټ پوړي غړي وطن ته راوګرځېدل او اوس په وطن کې خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
په دې سلسله کې حتی زموږ پخواني نظامي مخالفین، هم وطن ته راغلل او اوس خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي. موږ په حقیقت کې له خپلو پخوانیو سیاسي او نظامي مخالفینو سره د تعامل نوی فصل پرانیست. اوس هم هره ورځ له دغه کمیسیون سره لسګونه څېرې تماس نیسي او غواړي چې وطن ته راوګرځي.
متقي وویل د افغانستان اسلامي امارت باورمن دی چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، ټول افغانان حق لري چې په خپل وطن کې پتمن ژوند ولري.
ښاغلي متقي د وینا په جريان کې وويل چې
سره له دې چې له یوې خوا زموږ هېواد شل کلنې جګړې ځپلی او له بلې خوا، زموږ اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، چې زموږ وطن کې د فقر یو له اساسي لاملونو څخه دی.
دې چارې نه یوازې دا چې د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د لېږد مخه یې نیولې، زموږ د نظام هغه فعالیتونه یې هم ټکني کړي، چې ګټه یې یوازې او یوازې عام ولس ته رسېږي.
له دغو ټولو ننګونو سره سره زموږ نظام وتوانېده چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ولس ته د ښوونې، روغتیا، سوداګرۍ او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کړي. موږ له اوږده ځنډ وروسته، د پوهنتونونو دروازي د زدکونکو پرمخ خلاصې کړې چې دمګړۍ سلګونه زره محصلین پکې په لوړو زدهکړو بوخت دي. همداراز، ښوونځي هم په ټول هېواد کې په پراخه کچه پرانیستي دي او حکومت ټول لازم خدمات ورته چمتو کړي دي.
د ښوونې وزارت په تشکيل کې مو په زرګونو نوي بستونه اضافه کړل او اووه زره نوي بستونه مو اعلان ته وسپارل.
همدارنګه د تعلیم، صحت او د حکومت په ګڼو نورو ادارو کې ښځینه کارمندانې هم په ډاډمنه فضا کې کار کوي. په ځینو برخو کې چې تراوسه مناسب چاپيريال نه دی جوړ شوی، ښځینه وو ته په خپلو کورونو کې معاشونه ور کول کيږي.
متقي وويل
له لسيزو بېثباتۍ وروسته، زموږ حکومت ټینګ عزم لري چې افغانستان نور، د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي. موږ ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړو. په افغانستان کې ثبات نه یوازې دا چې د ټولې سیمې ثبات تضمینولای شي، بلکې د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ او پراختیا کې د افغانستان ثبات مهم رول لري.
زموږ د نوي بهرني سیاست یو اساسي رکن اقتصادمحوري ده. اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان په عملي ډول د اسیا پر څلورلارې بدل شي. ډاډمن امنیت، ټینګ سیاسي عزم او شفاف اداري نظام هغه عوامل دي چې دې هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي. افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ترټولو نژدې او ارزانه لار تشکیلوي.


