راپور: محب الله
په بلوچستان کې د تيرو ٢٤ ساعتونو په مهال د بارانونو له امله دوه نور ماشومان هم خپل ژوند له لاسه ورکړى چې ورسره په صوبه کې د وروستيو بارانونو له امله د مړو شميره يو سل څلورو ته رسيدلې ده.
د بلوچستان د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) لخوا د خپور شوي رپورټ له مخې د دوشنبې په ورځ په موسی خېلو او ډېره بګټي کې د باران له امله دوه ماشومان مړه شوي چې له دې سره په صوبه کې د باران له امله د مړو شمېره ۱۰۴ ته رسېدلې ده. د ټپيانو شمېر ۶۱ تنو ته ورسېد.
په راپور کې ویل شوي، چې په دغه ولايت کې د وروستیو اورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۴۰ تنه نارینه، ۳۰ ښځې او ۳۴ ماشومان وژل شوي دي.
په بولان، کوټه، ژوب، دوکي، خضدار، کوهلو، کیچ، مستونګ، هرنائی، قلعه سیف الله او سبي کې مړه شوي دي.
په بلوچستان کې سختو بارانونو زیانونه رامنځته کړې، کوټه کې حکومت لخوا ناورین اعلان شوی ده.
د راپور له مخې تر اوسه په صوبه کې ۶ زره ۶۳ کورونه او جایدادونه زیانمن شوي چې له دې جملې څخه ۲ زره ۵۳۶ په بشپړه توګه او ۱ زره ۴۱۷ په جزوي توګه اغیزمن شوي دي.
د دې تر څنګ د بارانونو له امله د ۵۶۵ کیلومترو په اوږدو کې ۴ بېلابېلې لویې لارې هم سختې اغېزمنې شوې او ۷۱۲ څاروي هم مړه شوي دي.
د پي ډي ايم اے رپورټ ترمخه د بارانونو له امله په مجموعي توګه 197 زره 930 ايکړه مځکه ولاړ فصلونه، سولر تختې، ټيوب ويلونه او بورنګونه هم زیانمن شوي دي۔
بل لور ته بیا د PDMA ډپټي ډائریکټر په خبره چې د بلوچستان دوه سیمې لسبیله او بولان تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي.
او لسبيله او بولان کښي د پل نړيدو له لکبله مسافر ایسار دي، هغه وويل چې د پي ډي ايم اے مرستندويه ټيمونه اغېزمنو سيمو ته مرستو لپاره تللي دي۔
او صوبائي حکومت نه هيلي کاپټر سروس لپاره هم غوښتنه کړي ده۔
پی ډی ایم مرستيال وويل چې د بلوچستان خلک دې غير ضروري سفر نه ډډه وکړي.


