دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په ختیځ او جنوب کې د درنو ورښتونو او سېلابونو...

د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د درنو ورښتونو او سېلابونو خبرداری

ويب ډیسک

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد د ختيځ او جنوب په ۱۹ ولایتونو کې د درنو ورښتونو او احنمالي سېلابونو اټکل کړی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې نن او سبا چارشنبې به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان- وردګو، غزني، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، غور، دایکنډي او پلازمېنه کابل کې درانه ورښتونه وشي چې په ځینو سیمو کې به یې کچه تر ۵۰ م م پورې وي.

دا اداره اټکل کوي چې ښايي په ځینو ولایتونو کې دا ورښتونه د سېلابونو د راوتلو باعث شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه