یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتین: که پر روسيې د لویدیځ محدودیتونه لیرې شي، نو نړۍ ته...

پوتین: که پر روسيې د لویدیځ محدودیتونه لیرې شي، نو نړۍ ته به خوراکي توکي او سرې صادرې کړي

ویب ډیسک

روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۲۶مه نېټه ويلي، روسيه چمتو ده، چې د نړيوال خوراکي بحران د حل په برخه کې مرسته وکړي او ګڼو هيوادونو ته غلې دانې او سرې

صادرې کړي، خو په هغه صورت کې، چې لويديځ هيوادونه پرې لګيدلي بنديزونه او محدوديتونه لرې کړي.

کرملين ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ولايمير پوتين په همدې ورځ د ايټاليا له صدراعظم ماريو دراګي سره د اوکراين پر وضعيت او د نړۍ د خوراکي توکو د امنيت په اړه خبرې کړې دي.

پوتين د نړیوال بازار د کرنیزو محصولاتو د کمبود په برخه کې پر روسیې لګيدلي تورونه بې اساسه بللي او د نړۍ د اوسنيو ستونزو او د توليدي او عرضې ځنځيرونو د ګډوډ فعاليت پړه يې پر لويديځو هيوادونو اچولې ده.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه