یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد عراق پارلمان له اسرائيل سره د اړيکو عادي کېدل جرم بللی

د عراق پارلمان له اسرائيل سره د اړيکو عادي کېدل جرم بللی

ويب ډیسک

د عراق ملي پارلمان د مې په ۲۶مه نېټه په يوه غونډه کې يو مسوده تصويب کړې، چې له مخې يې له اسرائيل سره د اړيکو عادي کېدل جرم بلل شوی دی.
د عراق پارلمان په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په يادې غونډې کې يې ۲۷۵ استازو برخه اخيستې وه او په غوڅ اکثريت يې ياده مسوده تصويب کړې ده.

اعلاميه وايي، چې د عراق پارلمان له يادې پرېکړې موخه دا ده، چې له فلسطين او فلسطينيانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه دريځ به وساتي.

په مسودې کې راغلي، چې د عراق حکومتي چارواکي، حکومتي سازمانونه او رسنۍ اجازه نه لري، چې له اسرائيل سره اړيکې وپالي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه