دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک او د اوبو لګولو کانالونو...

د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک او د اوبو لګولو کانالونو دوه لوی پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

ویب ډیسک

د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور کې د ۱۰۰ ورځو او ۱۰۰ زېرو برنامه کې چې په ارګ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس  انجنیر خان محمد تکل لخوا په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک شو، همدارنګه په دغه برنامه کې د اوبو لګولو دوه لویو کانالونو او سربندونو پروژو( ارچي او شهروان کانالونو) چې په کندز او تخار ولایتونو کې موقعیت لري ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه بندونه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت په اساس د اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو کنټرول، د بریښنا تولید او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې جوړیږي.

په دغه برنامه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل وویل:” د اقليم تغير او پرلپسې وچکالي په نړيواله کچه په يوه لويه اقتصادي او اجتماعي ننګونه بدل شوي دي؛ اړینه ده تر څو زموږ اوبه په اساسي توګه مدیریت شي.” ښاغلي تکل زیاته کړه” اوبه زموږ ابرو ده او موږ یې مدیریت ته ژمن يوو”.

همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د شاه و عروس بند د ساختماني چارو د بشپړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه د دغه ۴۲ بندونو چارې به ژر پيل شي؛ همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره به په روان کال کې د لویو پروژو په تطبیق په ځانګړي ډول: د شاه توت للندر بند، د کابل پنجشیر پايپ لاین، د سپين غر او تور غر پروژو، د پروان ولایت سیلبرونو، د دهله بند، د بخش اباد بند او په سلګونو نورو لویو متوسطو او کوچنیو پروژو کار کوي چې اوسمهال د ډير شمېر پروژو چارې په ښه توګه روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ۴۲ بندونو په جوړولو سره به ټول ټال ۱ میلیارد او ۲۰۳ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کیږي د ۳۰۳ زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه به خړوبیږي او همدارنګه د ۶۵ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت به ولري.

د شهروان او ارچي د اوبو لګولو کانالونو بشپړېدو سره به د ۸۰ زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه به خړوبیږي او ۳۰۰ زره کسان به ترې ګټه پورته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه