ویب ډیسک
د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، دغه پېښه تیره ورځ ناوخته د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې د دوو (۴۰۴) مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
چارواکي وایي، په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، ټپیان په وخت روغتونونوته انتقال شوي،خو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.


