دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنیو چارو وزارت: هند ته د هېواد وګړي غیر ضروری سفرونه نه...

بهرنیو چارو وزارت: هند ته د هېواد وګړي غیر ضروری سفرونه نه باید ډډه وکړي

پښتو جرنل

کابل –
د بهرنیو چارو وزارت په یو خبري اعلامیه کې وئیلی چې په هند هیواد کې د کوروناویرس ناروغۍ نوې او خطرناکه څپه په چټکۍ سره خپریږي او هندي چارواکو په بیلابیلو ښارونو کې د قرنطین او ترافيکي مقرراتو نوی پړاو نافذ کړی، بهرنیو چارو وزارت د هېواد ټولو وګړو څخه غوښتنه کوي ترڅو نوموړي هیواد ته له غیر ضروري سفرونو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي.

په هند کې میشت افغان وګړي د کومې ستونزې په صورت کې کولای سي چې په نوي ډیلي کې د هېواد له سفارت یا په ممبۍ او حیدرآباد کې د افغانستان د قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي.

همداراز، بهرنیو چارو وزارت ټول هغه افغان وګړي چې په هند او يا نورو بهرنیو هېوادونو کې میشت دي او بیرته افغانستان ته راستنیږي، يادونه کوي چې هېواد ته د راتګ پرمهال د PCR ټیسټ یا د کورونا ویروس پرنه اخته کیدو د ازموینه تصدیق له ځانه سره ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه