یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران بهرنیو چارو وزیر وروستي غږیز فایل د یران ترڅنګ، په نړیواله...

ایران بهرنیو چارو وزیر وروستي غږیز فایل د یران ترڅنګ، په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي

ویب ډیسک

د ایران بهرنیو چارو وزیر وروستي غږیز فایل د ایران ترڅنګ، په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه پخوانۍ مرکه کې چې خپره شوې نه وه، د جګړې ډګر د ملاتړ لپاره د ډیپلوماسۍ له کارولو او د قدس ځواک له پخواني مشر قاسم سلیماني سره له تقابل څخه پرده پورته کړې ده.

جواد ظریف ویلي،چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي،اسراییل په سوریه کې د ایران پر مرکزونو له دوو سوو ډېر بریدونه کړي دي.

دغې موضوع د امریکایي سناتورانو غبرګونونه پارولي او د جان کیري د استعفا غوښتنه یې کړې،خو جان کیري د ظریف دغه خبرې دروغ بللې دي.
سپاه پاسداران دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي،چې د انقلاب په مقابل کې د ظریف اختلافي دریځ پټ نه و او له دې غږیز فایل سره لا ښکاره شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه