ليک او تبصره: : ورورجان زړسواند
ياد ناول د لوستلو سره سم د لوستونکي ځيني غلط فهمي چي د غازي امان الله خان او خپلواک افغانستان په اړه يې په ذهن کي ګرځي٬ کيدای سي څرګند سمت ومومي.
د امان الله خان له اړخه د خپلواکۍ اعلان کېدل،ولسي شعور خپرېدل، غازي امان الله خاند پاچاهي نظام نسکورېدل، د سقاو زوی راتګ او ورسره نور مهم ټکي يې په لاندي ډول دي.
۱: ډېوډجونز
ډېوډجونز يو انګرېز د انګلستان د څارګري ادارې يو غړی چي په افغانستان کي د بغدادي پير په نامه خپله وظيفه اجرا کوي.
۲: د غازي امان الله خان راتګ
امير حبيب الله خان چي ايالت لغمان په کله ګوش سيمه کي د وژل کېږي٬ ورسته د هغه زوی غازي امير امان الله خان د پاچاهی څوکۍ سمبالوي.
۳: د خپلواکۍ اعلان
غازي امان الله خان انګلستان /برطانيه حکومت ته يې په ليکلي بڼه خط لېږي چي بايد افغانستان د يو خپلواک او دوست هيواد په څېر وپېژني، د خط لېږلو سره سم يې د خپلواکي اعلان کوي،د انګلستان ملکه مجبوره کېږي چي د هنري ډابس په مشری کابل ته يو لوړ رتبه هئيت ور ولېږه، هغه يي چي د افغانستان خپلواکي او حاکميت د برطانوي هند لخوا په رسميت پېږندل کېږي او توافق ورسره کېږي.
۴: د وخت ارزښت
البرټ او ډېوډجونز ارګ ته ۱۱ يوولس بجې شاوخوا و ورسېږي ،يو په ونه لوړ درېشي کړی ځوان راځي او دوی يو لوي سالون ته بيايي، ځوان بخښي غوښتو سره سم ورته وايي ٬ پاچا تر ۱۲دولسو بجو پوري ناستي لري کيدای سي ستا سو سره د غرمې د ډوډۍ پر وخت وويني ځوان له سلون وځي.
البرټ وايي:
د ساده سړي سره نه يو مخ په اسيايي هيوادنو
کي مي ډېر پاچاهان ليدلي خو دا سړۍ(امان الله خان)لومړنی پاچا دی چي وخت ته ارزښت ورکوي،مخکې پاچاهان بې وخته هم د خلګو سره ليده کاته او ناستې کولې.
۵: ولسي شعور
ډېويډ جونز وايي!
يوه ورځ پر لار د موټر څخه تر کشته کېدو ورسته د کابلي توت سايې ته د ويالې پر غاړه کښېنستم د ويالې په اوبو کي مي لاس لندول چي يو بوډا راغئ او نارې يې کړې انګرېز! ٬ انګرېز !
ډېوډ جونز:
و مي خندل څنګه دي وپېږندم زم په څېر خو ډېرو خلګو درېشي او نيکټاي اغوستې دي څنګه دي و پېږندم چي انګرېز يم ٬
بوډا وخندل وويل ستا د موټر پر هينداره د پرنګيانو د شاهي حکومت نښه ده ،بوډا ګويان شو خدای دي د پاچا سيوری زموږ د سره نه ايسته کوي،ټولوکليو ته يې ښه معلمين رالېږلي. وړو ته درس وايي، ايله د لمانځه په مانا و پوهېدو، ليکل او لوستل مو زده کړل.
۶:مذهبي نفاق لار بندول
ډېوډجونز: ماښام سفارت ته راغلم د سفير ټنډه تروه وه ويل يې چي په جلال اباد کي يې هغه په زرګونه اخبارونه سوځولي دي چي له برېتانوی هنده کابل ته راتلل ،علت مي وپوښت، سفير په تېلفون کي له محمود طرزی سره غږېدلی وه، هغه ورته ويلي وو چي په دې اخبارونو کي ډېر داسي مضامين راغلي دي چي زموږ په خلګو کي مذهبي نفاق خپروي او د افغانستان ملي حاکميت ته زيان لري.
۷:مېلمه پالنه
ډېويډ جونز د مور د مړني او په اټياليا کي خاوروته سپارلو سره سم غازي امان الله خان په فکر کي ور و ګرځېده هڅه يې وکړه چي د غازي امان الله خان سره وويني، پخوانی پاچا د اټاليا ښار تر ټولو غريبه سيمه کي اوسېدل ،ادرس پيدا کېدو مجبور کړم چي په پارک کي تېر سم، پارک کي زياته ګڼه ګوڼه وه٬ يوه چمني کي پر اوږده څوکۍ يو څوک ناست اخبار يې وايه
نږدې ورغلم څېره يې شناخته و ورنېږدې سوم، شيو خولۍ يې له څوکۍ پورته کړه کېناستم هغه پخوانۍ پاچا غازي امان الله خان په دوشپېته کلني کي يې د څېرې بدلون څرګندېده .
په انګلېسي مي وويل! هوا ښکلې ده
غټي سترګي يې راواړولې، مسکی شو، لنډ ځواب يې راکړ
ډېره!
يوه شېبه ناست وو، بيا ولاړ سو ګام يې واخست په پښتو مي وويل، مېلمه يوازي پرېږدې!
سترګي يې وځلېدې په خوند يې وويل
افغان يې!
راغئ تر لاس يې کش کړم ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کي نيولئ وم، نه يې پرېښودم.
ومي ويل،نه پرنګۍ يم، په ۱۹۱۹کال کي ارګ ته درغلی وم
اه!پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص.
راځه کور ته ځو بيا ونه وايې چي افغان بوډا په پرېدي وطن کي خپله مېلمه پالنه هېره کړه
تر پارک ووتو ،امان الله خان په يو زاړه کور کي وسېدل، پورته وختو امان الله خان غږ کړ مېلمه لرم کابلۍ پلو پوخ کړه
ښځينه غږ راغئ غوښه نسته
يو څوک پسي ولېږه
امانالله خان راغئ٬ ويل يې
کړکۍ ته کښېنه، کوټه سړه ده
امان الله خان ولاړ سو بېرته له پتنوس سره راغئ،دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل
اې پرنګيانو حق مو وو ؟ وطن مو را غرق کړ
ډېوډجونز:
ته هم ګرم وې ډېر تېز تلې
د خپل دښمن مېلمه پالنه هم افغانان ښه په نره کوي.
۸:سقاو د زوی راتګ
د سقاو زوی ټولي کيسې د پيرانو او غيبي مرستو په اړه ويې ځان یې سر له وسه د افغانستان پاچا لېده،ګررم نه وه،پيرانو، ملنګانو،ملايانو،حضراتو،په غلا تورنو حاکمانو، له وظيفو شړل شويو وزيرانو …………..ټولو د امان الله خان ورکېدا غوښته.
تر دې يې ټولو زيات پرنګيانو غوښته.
د سقاو د زوی په مشری زرګونه کسان د کابل پر ښار ورغلل، دوې ورځيوروسته احوال راورسېدئ چي امان الله خان د غزني خواته مخه کړې ده.
ډېوډجونز: د هوسايني سامي وايسته د انګرېز پاشلو تېلواور اخسئ وو
يو ځای مي چيغي واورېدې،څو وسلوالو په يوه سړی کي ختل ويل يې دا کاپر دي د امان الله خان په وخت کي يې خپله لور کوپر ته د درس له پاره ورلېږلې وه، سړی يې هم هغلته ووېشت.
ارګ کي د امان الله خان دفتر ته ورغلم دېوالونه يې تک تور ول، د سوځېدلو کوچونو يواځي فلزي سپرنګونه پاته ول.
پېښور ته له تګ يوه ورځ مخکې يو ځل بيا ارګ ته ورغلم، زينټی بوټي،ګلان،چمن……..له بېخه ايستل کيدل……….د سقاو زوی امر کړی و چي دا بې ګټي شيان له ريشو راوباسئ، پر ځای يې تر کاري وکرئ.
له ارګه هغه اماني غرور وتلئ وو په ټوله وطن کې همداسي حشر وو.
پای
ل


